د طالبانو تسليمېدل هسې تبليغات او خبرې دي
سلام خان سلام خان

دڅه دپاسه دیوی میاشتی په جریان دهیواد په ځینو سیمو کی لکه  هلمند،قندهار،زابل،قندوز،لغمان،او سر پل په ولایتونو کی ځینی وسله والی ډلی چی ځانونه په طالبانو پور مربوط ګڼي دسولی دپروسی ځخه ملا تړ اعلان کړی دی او دافغانستان ددولت سره یو ځای شوې دې،په دی اړه دطالبانو او هم دافغانستان په دولت پوری مربوط اشخاصو او شوراګانو له لوری مختلف عکسلعملونه ځرګند شوی دې،له هغو جملی ځخه دزابل دولایت دولایتی شورا رئیس ویلی دی چی تیره اوونی په دی ولایت کی دولت ته ۲۰ تسلیم شوی کسان داصلی طالبانو پر ځای جعلی طالبان وواو دهغوی هویت څرګند نه دې.

د زابل د ولايت د ولايتي شورا رييس حاجي عبدالعزيز د وري په ۲۳مه،  خبری رسنیو  ته ویلی دی، چې په زابل کې د سولې او پخلاينې بهير ټکنی دی او د سولې کمېسيون په زابل کې هېڅ لاسته راوړنه، نه لري.

نوموړي ویلی دی، چې دولت ته د شلو د طالبانو تسليمېدل هسې تبليغات او خبرې دي او د زابل دولتي چارواکي غواړي، چې په دې توګه ځان د هغو ولايتونو په نوم لړ کې راولي، چې په کې وسلوال مخالفين دولت ته تسليم د هغه په وينا، تسليم شوي طالبان د دوى په ګډون هېچا نه ليدلي او نه يې نومونه وار دمخه معلوم دي شوی دي،

د ولايتي شورا رييس ویلی، چې په زابل کې د سولې په بهير کې تر اوسه پورې مطرحې څېرې نه دي ور ګډې شوې او ترڅو چې پخواني جهادي قوماندانان د سولې په پروسه کې برخه وانخلي، نو دغه پروسه نه بريالۍ کېږي خو، دزابل دولتی چارواکی بیا وایی چی تسلیم شوی کسان په رښتیا سره دافغان دولت وسلوال مخا لفین وو

 په دی اړه  دزابل دولایت دوالی مرستيال  محمدجان رسوليار همدا راز ویلی، چې د زابل ناامنه خا صو شرايطو ته په کتلو سره، اوس نه شي کولای چې د سولې له بهير سره د يوځای شويو وسلوالو طالبانو بشپړه پېژندګلوي  خلګو ته وړاندی کړی، هغه زياته کړی، چې د طالبانو دغه ډله د سولې د کمېسيون له خوا نه، بلکې د ملي امنيت رياست په هلو ځلو د  سولی له بهیر سره یو ځای شوی ده ،مرستيال والي ویلی، چې که په راتلونکي کې د وسلوالو کومه بله ډله د سولې له بهير سره يوځای شي، نو د هغوى د پخلاينې په مراسمو کې به د رسنيو له استازو سربېره د زابل ولايتي شورا غړي او نور مخور هم ګډون ولري

د يادونې ده، چې په دې وروستيو کې د هېواد په شمال کې هم يو شمېر کسان له دولت سره يو ځاى شوي وو، خو د پکتيا والي جمعه خان همدرد دغه کسان جعلي مخالفين بللي وو

  همدا راز په دی ور ځوکی  دکندهار په ولایت کی  دطالبانو په نامه یوه پنځوس کسیزه وسله وال ګروپ دسولی دپروسی  سره یو ځای شوله ،درا پورونو  پر اساس يادي وسلوالي ۵۰ كسيزي ډلي د تيرو څو كلونو راهسي په كندهار ، هلمند ، اروزګان او زابل ولايتونو كي  د ملا دادالله د محاز تر مشري لاندي يي وسلوال فعاليتونه ترسره كول  چي د دوشنبي په ورځ په كند هار ولايت كي د سولي او ملي پخلايني د پروسي د لاري  د دولت سره يوځاي سول او خپلي وسلي يي افغان دولت  ته  وسپارلي

 ددی ډلی په هکله د طالبانو مطبوعاتي مسول قاري يوسف وځینو رسنیو ته رالېږلي ليک کي ددولت هغه خبر رد کړﺉ دﺉ چي ګواکي د عبدالعزيز په مشرۍ يوه پنځوس کسيزه ډله دطالبانو له صفوفو جلا سوې او ددولت سره يو ځای سوې ده ، قاري يوسف وايي چي په دې نوم څوک نه پيژني ، نوموړﺉ وايي چي ددغه سړي لخوا د کندوز والي په توګه ځان معرفي کول د زياتو امتيازاتو ترلاسه کولو معنا لري ، نوموړﺉ وايي چي د کندوز لپاره د اسلامي امارت والي د کندوز اوسيدونکی او په خپله مبارزه بوخت دی ، قاري يوسف د اسلامي امارت په نماينده ګي ويلي دي چي مجاهدين يې د کار او ډوډۍ ترلاسه کولو لپاره نه بلکي د هيواد د ازادۍ په لاره کي مبارزه کوي

د رويترز د خبري آژانس د يو رپوټ له مخه دغه کسان چي په هغو کي يو تن يې د طالبانو يو ولايتي مشر هم شامل دی پرون د کندهار د پنجوايي په ولسوالۍ کي له حکومت سره يو ځاي سوي دي. هغوی په سپکو او درنو ماشيڼګڼو سمبال ؤ او د طالبانو سپين بيرغ يې اوچت کړی و

د تسليم سوو وسله والو مشر، مولوي عبدالعزيز په پنجوايي کي خبريالانو ته وويل: «اوس ماته څرګنده سوه چي  دغه حکومت ګو ډاګی نه دې ،دغه مولوي د خپلو خبرو په دوام وويل چي هغه په دې وروستيو وختو کي د طالبانو له خوا د «کندوز د والي» په نامه نومول سوي ؤ او نيت درلود چي هلته لاړ سي او خپله دنده په غاړه واخلي. مولوي عبدالعزيز يادونه وکړه چي هغه وروسته  له خپل دي تصميم څخه لاس واخيست او له ځان سره يې فکر وکړ چي، له حکومت سره «روغه جوړه» غوره ده نسبت ودې ته چي د بغاوت لړۍ دوام پيدا کړي، همداراز په افغانستان کی  دطالبانو یوه پخوانی لوړپوړې چارواکی ارسلارحمانی  چی فعلا دافغانستان د سولې د عالي شورا غړيتوب لری په کابل کی دتیری دوشنبی په ور ځ ورسنیو ته په خپله  يوه مرکه کې ويلي چې ډېر زر به په ترکيه کې د طالبانو سياسي دفتر پرانيستل شي. د طالبانو لپاره په ترکيه کې د يوه سياسي دفتر د جوړېدلو وړانديز د سولې د عالي شورا له خوا شوی و. د رحماني په وينا د ترکيې حکومت په انقره کې د دفتر پر  جوړولو غور کوې ،په دی باب دطالبانو ویاند قاری یوسف احمدي له افغان اسلامي اژانس سره چی مر کز یی په پاکستان کی دی په خپله یوی ځانګړی مر  کې بیا هم په دې ټینګار کړي دې چې طالبان دفتر ته اړتیا نه لري څکه چی دوی نه غواړې چی له چا سره خبری وکړې، د بهرنیوځواکونو له لوري په افغانستان کې لاسوهنه او یرغل په افغانستان کې د اوسنۍ ستونزې سبب دی او د افغانستان پرابلم تر هغو نه شي اوارېدای چې بهرني پوځیان له هیواده وتلي نه وي

قاري یوسف احمدي دې پوښتنې ته په ځواب کې چې ترکیې چمتووالی ښوولی چې طالبانو ته دفتر ورکړي، وویل:«موږ پخوا ویلي او بیا وایو چې طالبان تر هغو پوري حاضر نه دي چې خبرې وکړي چې بهرني پوځیان په افغانستان کې موجود وي، نو په داسي حالت کې طالبانو ته اجازه ورکول چې سیاسي دفتر پرانیزي یا په خپله طالبان خپل سیاسي دفتر پرانیزي ، مانا نه لري.موږ پوهېږو چې د داسي دفترونو پرانستنه بې ګټې ده.طالبان لا هم پر خپل پخواني دریځ ولاړ دي چې د افغانستان د ستونزو ریښه د بهرنیوځواکونو په حضور کې ده.

قاري یوسف احمدي په خپله مر که کی  له ټولو خواوو او خلکو، چې غواړي د افغانستان ستونزې ته د حل لاره  پیدا کړي غوښتنه کړې ده چی له افغانستانه  دبهرنیو ځواکونو دوتلو لپاره هلی ځلی وکړې نوموړی ویلی دې چی موږ له ټولو شخصیتونو،چې د افغانستان د شخړې د حل لټه کوي، غواړو چې له افغانستانه د بهرنیوپوځیانو د وتلو لپاره تر وسه وسه هلې ځلې وکړي.دوی باید بهرنیان قانع کړي چې له افغانستانه ووځي ځکه چې اوسنۍ کشاله د اشغال نتیجه ده او د افغانستان لانجه به تر هغود حل لاره نه شي پیدا کولای تر څو  چې د افغانستان اشغال پای ته نه وي رسېدلی

 دبله لوری  دګران افغانستان دویب پا ڼی د را پور پر بنیاد د سولې عالي شورا ویاند مولوي قیام الدین کشاف  ویلی دې، چې د سولې بهیر چارې ډیرې ښې پرمخ ځي او د دغه بهیر د چارو د سمون او چټکتیا لپاره ځینو ګاونډیو هیوادونو لکه پاکستان، ترکیې، سعودې عربستان ته سفرونه شوي، چې له برياوو سره مل وو،دسولی دعالی شورا ویاند دغه راز ویلی دی ، چې اوسمهال د سولې بهیر مساله یواځې په افغانستان پورې نه ده تړلې، بلکې ګاونډي او اسلامي هیوادونه هم په دغه بهیر کې  ښکیل دي، چې د دوی  همکارۍ او مرستې ته ډیره زیاته اړتیا ده . کشاف زیاته کړه، تر څو، چې له مخالفانو سره د خبرو اترو او د دوی د مصئونیت شرايط برابر نه  شی ،دغه بهیر نشی کولای خپلی چاری پرمخ بو ځې ،کشاف په ترکیه کې د طالبانو لپاره د سیاسي دفتر د پرانیستو په باب وویل، چې ترکیې د دغه دفتر د پرانیستلو هرکلى کړى او وایي، چې د دې موضوع پر پلیتابه به غور کوي. کشاف زیاته کړه، چې ترکیې په ټوله معنا په افغانستان کې د سولې په تامین کې ګڼ خدمتونه کړي  دی ،کشاف د دغه دفتر د پرانیستې د ځاې په اړه وویل، چې د سولې عالي شورا د ځاى ټاکنه نه کوي، بلکې مقابل لورى ځاې ټاکی. پای


April 14th, 2011


  برداشت و بازنویسی درونمایه این تارنما در جاهای دیگر آزاد است. خواهشمندم، خاستگاه را یادآوری نمایید.
 
گزیده مقالات